د لیکوالۍ فلسفه
د لیکوالۍ فلسفه
ژباړه: ګل الرحمن رحماني
نامتو امريکايي لیکوال اډګار الن پو په خپله ادبي رساله «د لیکوالۍ فلسفه» کې لیکي چې د غوره هنر موخه دا ده چې د انسان پر عقل او زړه اغېز پرېباسي.
د هغه له نظره دا د انسان نه کمېدونکې لېوالتیا ده چې زموږ لپاره یې ستاینه ګرانه ده، یوازې خوند ورڅخه اخلو، خو د هغه عواطفو وضاحت یا څرګندول چې د سترو ادبي متونو د لوستنې په پایله کې را په برخه کېږي، هر څومره چې ګرانه هم وي، زموږ د احساساتو پارولو لپاره یې د لارو چارو تشخیص اسان دی، یوه مهمه جنبه یې د متن اوږدوالی دی.
د پو له نظره د متن اوږد والی له متن څخه په خوند اخیستنه کې زیات اغېزناک دی، ځیني اثار لکه ستر رومانونه د سریال په څېر د خپلې هرې برخې لپاره د لوستونکي لېوالتیا پاروي، ډېر کم داسې لوستونکي به وي چې «رابینسون کروسو» یا « ورک جنت» دې په یو ځل ولولي.
د دا ډول اثارو لیکوالان هم د خپلو کتابونو د لیکنې لپاره ځانګړې ستراتیژي لري چې معمولا فصل بندي ده، خو د لنډو کیسو او شعرونو لپاره باید یوه واحده اخیستنه ولرو، دا یوازې هلته ممکنه ده چې په اثر کې ور ننوځو، له اوله تر پایه، د اثر څخه را پیدا شوو احساساتو کې را ښکېل شو.
د پو اثار په ډېر ځانګړي او ظریف مهارت سره پنځول شوي دي چې که د لوستنې پر مهال یې زموږ د حواسو مزی ګډوډ شي؛ نو اغېز یې هم له منځه ځي.
لیکوال هنرمن دی، د هنرمن سروکار له ښکلا سره وي، پو وايي: تر ټولو سخت، تازه کونکی او نږه خوند د ښکلا د تامل چاره کې نغښتی دی.
ښکلا یوازې په کلیوالو سیمو او هلته غوړېدلو باغونو کې نه ده، بلکې په هر هغه څه کې شته چې زموږ دروني او ځواکمن احساساتو پارولی او خوځولی شي. د پوه په باور لیکنه ددې لپاره ده چې د لوستونکي پر روح او روان اغېز وکړي، په وجود کې یې یو څه ځای پر ځای کړي او له دې لارې کلمې تلپاتې ژوند ته ورسېږي.
که چېرته د هنر موخه ښکلا وي؛ نو د پنځونې لپاره یې تر ټولو غوره روش کوم دی؟ واقعیت دا دی چې ددې پوښتنې د ځواب لپاره ګڼو لیکوالو په خپل لحن ځانګړي ځوابونه ورکړي دي، خو ډېر کم ادبي نوابغ د ادبي بیان په بېلابېلو بڼو کې وارد دي، پر غوره لیکوال د بدلېدو یو راز دا دی چې خپل ځانګړی لحن کشف او استخراج کړي او ګټه ورڅخه واخلي.
د پو له نظره ستاسې لحن او حال داسې مسیر دی چې تاسې د ښکلا تر کشف پورې رسوي. پو دې ته ځير شو چې د هغه خپل حال او هوا غم دی. هغه دغه په فرد پورې منحصر حالت تر استادۍ پورې رسولی دی، خو نور ښايي تر ډېره پورې د مینې، غوسې او تاوتریخوالي په اړه لیکنې وکړي، هر وخت مو چې خپل حال او ځانګړې لاره پیدا کړه، په حقیقت کې خپلې لارې ته برابر شوي یاست.
ګڼ کره کتونکي اډګار الن پو د ښکلاپالنې لومړی پلوی بولي، په دې مانا چې ټول هنرونه او ټول ژوند باید د ښکلا خدمت کې وي، خپله پو هم د ښکلایزې غریزې د حس په اړه لیکي: دا د انسان تلپاتې تنده ده، هم یې د ازلي وجود نښه او هم یې پایله ده. دا په حقیقت کې د ډېوې او پتنګ اړیکې ته ورته ده، د ښکلا درک یوازې زموږ د سترګو خبره نه ده، بلکې لوړې ښکلا ته د رسېدو لپاره زموږ نا خوندي هڅه ده.