Trending

پښتون ژغورنې غورځنګ په بلوچستان کې غونډه وکړه

وحیدالله ځدران

نن د ليندۍ په اوومه د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ستره غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د ياد غورځنګ غړو د علي وزير او  نورو فعالانو د خلاصون غوښتنه وکړه؛ چې د پاکستاني حکومت له لوري بنديان شوي دي.

په ياده غونډه کې د غورځنګ د مشر منظور  پښتين په ګډون ګڼ شمېر مشرانو، فعالانو، مېرمنو او ماشومانو د حق غوښتنې په پار ګډون کړى و.

د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غونډه په څنډو کې د افغانستان درې رنګه بيرغ هم ليدل شوی، چې د افغانستان د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو له لوري يې زياته ستاينه شوې.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button