د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل توندو غبرګونونو سره مخ شوی

پنجره ورځپاڼه: په نوي ښوونیز کال کې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجراییه رئیس د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان په زیان ګڼي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وایي، چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو له نقض او له تحصیل نه د نجونو له محرومولو لاس نه اخلي او له له ياد حکومت سره د امریکا د اړیکو عادي کېدل شوني نه دي.

دغه راز د نوي ښوونیز کال په پېلېدو سره، په افغانستان کې د یوناما دفتر یو ځل بیا د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر تبعیضي تګلارو بیا کتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونېسف) په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل بندیز له زده کړو نه د څه باندې یو میلیون نجونو د محرومېدو لامل شوی او هغوی یې له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button