د ترکیې او سوریې د زلزلې قربانیانو شمېر له ۴۱ زرو کسانو واوښت
پنجره ورځپاڼه: د نړۍوالو رسنيو د وروستیو راپورونو پر اساس په ترکیه او سوریه کې د وروستیو زورورو زلزلو د قربانیانو شمېر له ۴۱ زرو څخه اوښتی دی.
د ترکیې دولتي راډیو او ټلویزیون نن د فبرورۍ په 15مه خپل راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د 35,500 څخه ډېر او په سوریه کې نږدې 6,000 کسانو مړینې تایید شوې دي.
په همدې حال کې د سوریې شمال ته چې د بشارالاسد د حکومت د مخالفینو په ولکه کې دی، د مرستو د رسولو یوه نوې لاره پرانیستل شوې او له مرستو څخه ډکې ۱۱ لارۍ دې سیمې ته رسیدلي دي. له دې سره جوخت ملګرو ملتونو سوریې ته د نورو لازمو بشري مرستو لپاره د ۳۹۷ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه.