پاکستان کې د سېلاوونو له امله د مړو شمېر نور هم لوړ شوی

په پاکستان کې د ورستيو سېلاوونو له امله د مړو شويو شمېر ۱۳۴۳ ته ورسېد.

دپاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د حکومتي شمېرو له مخې په پاکستان کې د راغلو سيلاوونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه وایي، چې په دې سره په ټول پاکستان کې په سېلاوونو کې د مړو شویو کسانو شمېر 1343 ته رسيدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د پاکستان سربېر په افغانستان کې هم سېلاوونو سلګونه کورنیو ته مالي او درانه ځاني زیانونه اړولي دي.

Back to top button