هالنډ په اروزګان کې د ۲۰۰۷ کال قربانیانو ته غرامت ورکوي

پنجره ورځپاڼه: د هالنډ حکومت وایي، دوی به د ۲۰۰۷ کال د افغانستان ارزګان ولايت کې د خپلو پوځيانو د جنايت له امله د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

تر دې وړاندې دغه حکومت ويلي و، چې محکمه بايد په دې هکله پرېکړه وکړي، خو اوس يې تازه څرګندونو کې روښانه کړې، چې د هغې پرېکړې لپاره به استېناف محکمې ته مخه نه کړي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې پوځیانو په افغانستان کې د بمبارۍ پرمهال د شلو ملکیانو پر وژنې تورن کړي دي.

د محکمې له پرېکړې سره جوخت د هالنډ دفاع وزارت ويلي، چې دوی د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې پر یوې لویې کلا هغه وخت بمباري وکړه چې له هغه ځایه د دوی پر هلیکوپټرو ډزې شوې وې. د هالنډ دفاع وزیرې کاجسا اولونګرین تېره ورځ په یوه لیک کې چې د پارلمان غړو ته یې واستاوه روښانه کړه چې پر دې پېښې پنځلس کاله تېر دي او اوس د وضاحت لپاره ډېر څه په لاس کې نه لري؛ نو استېناف ته مراجعه نه کوي او د اوښتي زیان غرامت به ورکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button