د پوهنې وزیر لوګر ته سفر وکړ

نن د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر لوګر ولایت  ته کاري سفر وکړ.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزیر مولوي نور الله منیر، د لوګر ولایت د پوهنې عمومي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته کاري سفر وکړ.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، مولوي نورالله منیر د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې ته ورغی، د دې لېسې درسي بهیر یې له نږدې وڅاره او هم یې د ښوونکو او زده کوونکو درسي ستونزې او غوښتنې واورېدې.

هغوئ زیاتوي چې مولوي نورالله منیر لپاره د لوګر د پوهنې په ریاست کې ځانګړې غونډه نیول شوې، چې په دې غونډه کې یې د ولایت مقام او پوهنې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل او هم یې جوړې شوې غونډې ته خپله وینا واوروله.

د لوګر د پوهنې مسؤلین دغه راز وایي، چې مولوي نورالله منیر غونډې ته په خبرو کې په لوګر کې د پوهنې په برخه کې د ستونزو د حل او د همکارۍ ژمنه وکړه.

Back to top button