د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ورښت اټکل کړی

پنجره ورځپاڼه: د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا، چې د مرغومي شپږمې او اوومې نېټې سره سمون لري د هېواد په ۱۳ ولايتونو کې د سختو بارانونو او واورې ورېدو په اړه خبرداری ورکړی.

د دغې ادارې ‌د‌ خپاره شویو معلوماتو له مخې په هرات، فراه، غور، بادغيس، دايکندي، باميان، ميدان وردګ، ارزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د بارانونو او واورې د ورېدو اټکل شوی دی.

يادې ادارې زياته کړې، د باران د ورېدو کچه به بېلابېلو سيمو کې له ۱۰ نه تر ۲۰ ملي مترو او همداراز د واورې کچه به په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰ نه تر ۳۰ سانتي مترو پورې وي.

Back to top button