هواپېژندنې ادارې په ۲۰ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل کړی

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۰ بېلابېلو ولایتونو کې د تندر، تېز باد او سېلاوونو تر څنګ د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.

یادې ادارې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د وري ۴مه په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزنی، وردګ، بامیان، دایکندی، ارزگان او غور کې د سختو اورښتونو امکان شته.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، چې په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ٢٠ تر ٤٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو.

بلحوا د طالبانو طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت په یو ویډیويي پيغام کې ویلي، چې په هېواد کې د ېيلاوونو او زلزلې له کبله لس تنه مړه او د زياتو اورښتونو له کبله څه باندې سل کورونه ویجاړ شوي دي.

له دې سره چوخت د سیلاوونو له کبله د کابل – کندهار لویه لاره هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده. په هېواد کې د پسرلي په رارسېدو او د موسمي بارانونو ډېرېدل د سېلابونو د راوتلو لامل کېږي چې هر کال خلکو ته ځاني، مالي او کرنیز زیانونه اړوي.

ظاهر څراغ

Back to top button