د هوا پېژندنې ادارې په څو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې دوه پرلپسې ورځې به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید اورښتونه وشي او ويجاړوونکي سېلابونه به هم راووځي.

د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس، نورستان، کونړ، بدخشان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، تخار، کاپیسا، پروان، بامیان، سمنګان، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، غزني، زابل، ارزګان، غور، کندهار، او هلمند هغه ولایتونه دي چې د سختو ورښتونو او په نتیجه کې یې د سېلابونه د جاري کېدو اټکل کېږي.

په ورته وخت کې د هواپېژندنې ادارې له وړاندوینې سره سم، په ځینو سیمو کې ممکن تر ۷۰ میلي مترو پورې باران واوري.

Back to top button