د طبي شورا ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ادارې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو د طب محصلینو ازموینه د نجونو له حضور پرته واخیسته.

طبي شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه ازموینه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د طب پوهنځيو تر ۷ زرو زياتو محصلينو ګډون کړی و. دا ازموينه داسې مهال اخيستل کېږي، چې يوې نجلۍ هم په کې ګډون نه درلود.

په ټولنیزو رسنيو کې يو شمېر افغان نجونو په دې ازموينه کې د دوی نه ګډون په خاطر ډېره ناهيلي ښودلې او د طالبانو دا کړنه يې غير عادلانه بللې او په کلکه يې غندلې ده.

د تمنا وزيري په نوم د طب يوې محصلې پنجره ورځپاڼې ته وويل: «کلونه کلونه مې خواري وکړه، ۹ میاشتې مې د امادګي کورسونه تعقيب کړل، خو بيا هم  نتیجه مې دا شوه، چې خپلو هيلو ته مې هم څوک نه پرېږدي.» نوموړې په واکدارانو غږ کړئ،« زموږ هيلې مه وژنئ او اجازه راکړئ، څو خپلو زده‌کړو ته دوام وکړو.»
دا يوازې د تمنا وزيري نه؛ بلکې د ميليونونو افغان نجونو غږ دی، چې د طالبانو له لوري د دوی پر مخ د بندو دروازو په خاطر له خپلو حقونو محرومي شوي دي.

تېره اونۍ د طالبانو طبي شورا او د ازموینو ادارې د دې ازموینې نارینه نوماندانو ته د کارتونو د وېش اعلان وکړ؛ خو د نجونو لپاره یې د دې ازموينې وخت روښانه نه کړ

په افغانستان کې د طب لسګونه زره ښځینه فارغانې غواړي چې ازموينه يې واخيستل شي، خو تراوسه يې سرنوشت‌ روښانه نه دی.

د ويلو ده، چې یو شمېر نارینه فارغانو طبي شورا ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي وو، چې د نجونو ازموینه دې لومړۍ واخیستل شي؛ خو دغې شورا د دوی غوښتنه رد کړه.

ظاهر څراغ

Back to top button