د زمبابوې او سويلي افريقا کرېکټ لوبډلو ترمنځ لوبه بې پايلې پای ته ورسېده

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې تېر ورځ د زمبابوې او سويلي افريقا ترمنځ سیالي د باران له کبله بې‌پایلې پای ته ورسېده او د لوبڅارانو لخوا دواړو لوبډلو یو یو امتیاز ورکړل شو.

دا سیالي چې د باران له کبله ۹ اورونو ته راټيټه شوې وه، زمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سویلي افریقا ته د ۸۰ منډو هدف ورکړ.

بلخوا سوېلي افریقا د ورکړل شوي هدف په ځواب کې په درېوو اورونو کې ۵۱ منډې جوړې کړې او کوم لوبغاړی یې له لاسه نه و ورکړی، خو لوبغالي کې د باران له کبله لوبه ودرول شوه او بې‌پایلې اعلان او پای ته ورسېده.

د سویلي افریقا اوپنر( پيليز لوبغاړي) کوینټن ډيکاک په دې لوبه کې په ۱۸ توپونو ناسوځېدلې ۴۷ منډې جوړې کړې وې.

Back to top button