لویه جرګه پیل شوه

باختر خبري آژانس په کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري د لويې جرګې په تالار کې د علماوو او قومي مخورو د يوې لويې غونډې د پيل خبر ورکړى دى.

د باختر آژانس د راپور د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې څه تر ٣٥٠٠ زیاتو ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړى دى.

باختراژانس زياته کړې، چې دغه غونډه به درې ورځې دوام وکړي او د هېواد په بېلابېلو مسئلو خبرې اترې، تبادلې او تصميمونه نيول کيږي .

د دې غونډې په پیل کې د طالبانو د حکومت سرپرست وزیر محمد حسن اخند د قومونو له علماو او مخورو وغوښتل چې د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړ وکړي.

Back to top button