د جذب قانون، انسان او کاینات
د جذب قانون، انسان او کاینات
لیکوال: نجیب احمدعزیزي
د انسان او کایناتو ترمنځ اړیکه ډېره مهمه ده، د قرانکریم د یو ایت شریف مفهوم موږ ته روښانه کوي چې “هر څه د انسانانو د ګټې لپاره خلق شوي دي.”
ځینې حیوانات چې غوښه یې حرامه او هغه یې د دې لپاره ورته رام کړي څو دوی کار، کښت او سفر ورباندې وکړي.
همدارنګه په پخوا زمانه کې چې ساعتونه نه و، زموږ اجدادو به وختونه، د ستورو د حرکت او سحرګاه به یې له شرق لوري په یخ شمال مالوموله، دوی له طبیعت سره د خپلي روغتیا لپاره مناسب غبرګون ښود.
ښایي ساینس په دې هکله خپل بېلې نظریې ولري. انسان معنویاتو او تل داسې لویې هستې ته اړتیا لري چې هغه قدرت تلپاتې وي، په یو وخت کې انسان مینه او همدارنګه وېره ترې ولري. دغه رازونه دومره ستر قدرت ته په عجز، مینه او اوښکو ورسوي چې هغه تر ټولو نږدې خپلوانو ته لا هم بیانېدای نه شي او یو فوق، مطلق قدرت یې هر اه او ارمان پوره کولای شي.
د جذب قانون د انسان ذهن په ځینو وختونو کې له کایناتو سره خپله اړیکه تر بل هر وخت زیاته لري؛ نو هغه وختونه باید انسان ډېرې مثبتي فریکانسۍ کایناتو ته واستوي، عبادت، مډیټیشن او تر ډېره دې دعاوې وکړي. سهار وختي او د غروب په وخت، د شپې په وروستۍ برخه کې دا اړیکه ډېره نږدې وي؛ نو دا وختونه زیات مهم دي چې خپلې اړتیاوې ارمانونه دې مستقیم بیانېږي.
ځینې وختونه بیا د خوب لپاره ګټور دي، لکه د غرمې له خوا او ماخستن تر لمانځه وروسته سمدستي ودېدیده د روغتیا لپاره ښه دي، په بې خوبي کې د کورټیزول هورمون لېوال پورته ځي انسان ذهناً کېدای شي نارامه او که بل څوک ورته غږېږي، توجه یې خبرو ته نه شي کولای او له بې خوبي سره د بدن حرارت زیات وي، له پوره خوب سره ذهني او جسمي حال سمېږي، د غرمې خوب ډېر ګټور دی ممکن تاسې دغه وخت خوب تجربه کړی وي ذهن فعاله او جسم ډېر سوړ وي، د دغه وخت خوب ګټورتیا دا هم ده چې انډورفین هورمون زیات ورسره افرازېږي ښایي د مناسب وخت او پوره خوب ګټه د درد له تسکین او د اشتها له سمېدو سره ډېره مرسته وکړي؛ نو انسان له طبیعت سره هماغه ډول عیارېدل ضرور دي چې کوم وختونه ویښ، د عبادت، مډیټیشن، فکر کولو او دعا کولو لپاره پاتې شو. همداراز د جسمي فعالیت، کار او سپورټ لپاره وختونه مالوم کړو له بلې خوا د خوب مناسب وختونه د روغتیا د ساتنې لپاره راته مالوم وي.
دا به له طبیعت سره هماغسې ګټور غبرګون وي چې انسان ته رښتیا هرڅه د ده د عبرت او ګټې اخیستلو لپاره پیدا شوي وي.