پېښور کې د شوې چاودنې وروستي جزيات

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ وايي، د خېبرپښتوخوا ایالت پېښور ښار پولیس لاينز سیمه کې په یوه جومات کې د تېرې ورځې شوې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ او د ټپیانو بیا ۱۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.

سرچېنو د پېښور ښار روغتیايي چارواکو له قوله ویلي، چې روغتونونو ته د وروړل شویو يو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دوی په خبره، ټولو روغتونونو کې بېړنۍ وضعیت اعلان شوی دی.

په ورته وخت کې د پېښور امنيتي مسؤلينو ویلي چې جومات کې د ژغورنې عملیات روان دي او د هغو کسانو د رااېستلو بهیر روان دی چې د چت لوېدو له امله تر خاورو لاندې شوې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد یو‌شمېر نورو چارواکو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. د پاکستان تحریک طالبان د دغه برید مسؤولیت په غاړه اخيستی.

ظاهر څراغ

Back to top button