فراه کې د برېښنا نشتون خلک اندېښمن کړي

په فرا ولایت کې یو شمېر خلک وایي چې د برېښنا نشتون اندېښمن کړي دي.

د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکو سرچینو ته ویلي چې په دغه ښار کې د دولتي برېښنا پرې کېدو او نشتون دوی له ګڼو ستونزو سره مخ او اندېښمن کړي دي.

هغوی زیاتوي، چې له همدې امله دوی اړ شوي چې د خپلو کورونو د څراغونو او د بریښنایی وسایلو د چارج ساتلو لپاره په لوړه بیه د سولر، بیټرۍ یا کم مصرفه جنراتورونه واخلي.

دوی دغه راز د طالبانو د سرپرست حکومت د برېښنا شرکت له مسوولینو څخه غوښتنه کوي چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

په فراه کې د بېښنا شرکت مسوولین بیا وايي، چې د دوی ډیزلي جنراتورونه د دې توان نه لري، چې د خلکو د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي او له همدې امله اړ دي، چې په اونۍ کې د درې ورځې  د دغه ولایت خلکو ته برېښنا ورکړي.

Back to top button