د قطر پاچا: امریکا او طالبان دې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي

د قطر پاچا وايي، چې نړۍوال دې نه پرېږدئ، څو افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي. 

د قطر پاچا تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې نړۍوال دې نه پرېږدئ، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.

د قطر پاچا د ملګرو د ملتونو ۷۷مې عمومي غونډې ته په وينا کې له امریکا او طالبانو غوښتي، چې د دوحې هوکړې ته دې ژمن پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې مونږ له طالبانو غواړو، څو په افغانستان کې بشرحقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، مذاکراتو او ښځو ته د زده کړو او کار ته اجازه ورکړي.

هغه همداراز د نړۍ له لوري د افغانستان منزوي کېدو پر خطرونو او راتلونکې پايلو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې د طالب سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د قطر د امیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اوس په افغانستان امن دی او د دغه هېواد خاوره به د نړۍ د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

هغه همداراز ټينګار کړی، چې په افغانستان کې هېڅ داسې بله ډله نشته، چې کوم بل هېواد ته دې ګواښ رامنځته کړي.

Back to top button