د ملکي خلکو وژنه بايد ودرول شي

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، د ملکي خلکو د وژنې په اړه جدي اقدامات په کار دي، نه يوازې غندنې. 

د بخښنې نړۍوال سازمان د افغانستان په تړاو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې نړۍوالې ټولنې دې د ملکي افغانانو د وژنې په اړه جدي اقدامات ترسره کړي او يوازې غندنې دې نه کوي.

دغې څرګندونې د بخښنې د نړۍ‌وال سازمان یوې مهمې غړې سمیرا حمیدي کړي، چې د ملکي افغانانو وژنه باید ودرول شي او د ورته پېښو د پای ته رسېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

د بخښنې نړۍوال سازمان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د روان بشري وضعيت او وروستیو بريدونو په هکله ګڼو نړۍ‌والو بنسټونو، استازو، سفارتونو او په کور دننه سياسي څېرو غندنه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان سرپرست حکومت هم په کابل، کندز او بلخ ولايتونو کې د‌ وروستیو خونړېو بريدونو په تړاو اعلاميه خپره کړې ده او ويلي دي، چې ددې پېښو عاملين پيدا کوي او د قانون منګولو ته يې سپاري.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې کابل، بلخ او کندز ولایتونه د سختو بريدونو شاهدان دي، چې له امله يې د‌ کابل ښاريانو په شمول ګن شمېر نورو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Back to top button