ايراني حکومت دوه افغانان اعدام کړي

بهرنۍ رسنۍ وايي، چې ايران دوه افغانان اعدام کړي دي. 

د بهرنيو رسنيو د راپورونو پر اساس ايران د ميناب او بندر عباس زندانونو کې دوه افغان افغان وګړي د نشه يي توکو د قاچاقو په تور اعدام کړي دي.

دا دوه تنه، چې يو يې ۴۰ کلن يار محمد اسحاقزی او بل يې ۳۴ کلن الله نور نومېږي، تېره ورځ د ايران حکومت له لوري اعدام شوي دي.

بلخوا بيا ایراني رسنۍ وایي چې دغو دوو افغانانو د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود او په ۱۳۹۹ کال کې د ایران په بندرونو کې له نشه يي توکو سره لاس په لاس نیول شوي وو. ایران په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې د اعدامونو کچه په کې ډېره ده او د نړۍوالو قوانینو پر خلاف د نورو هېوادونو طبعه هم په خپل هېواد کې اعداموي.

Back to top button