د ژغورنې نړۍوالې کمېټې افغانستان کې خپل فعاليتونه وځنډول

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو لوري په کورنیو او بهرنیو غيردولتي مؤسسو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار د بنديز له پرېکړې وروسته تازه د ژغورنې نړۍوالې کمیټې يا ای آر سي هم په افغانستان کې خپل فعاليتونه وځنډول او د دې پرېکړه په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.

دغې کمیټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې له دوی سره په ټول هېواد کې د ۳ زره ښځو په ګډون څه باندې ۸ زره کارکوونکي په بېړنيو حالاتو، ښوونې او روزنې، روغتيا او نورو برخو کې د ميليونونو کسانو لپاره په کار بوخت دي، چې له ښځينه کارکوونکو پرته يې چارې ناشوني دي.

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وروسته له هغې په ټول هېواد کې خپل فعاليتونه ځنډوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو يو مکتوب په خپرولو سره په ټولو کورنيو او بهرنيو غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه.

د ژغورنې نړۍوالې کمیټې همداراز ویلي، چې پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار بندیز به د افغانستان پر اوسني او راتلونکي وضعیت ډېر ناوړه اغېز ولري.

له دې سره جوخت ماشومانو د ساتنې اداره، د ناروې د کډوالو شورا او د پاملرنې مؤسسې په ګډون یو شمېر نورو بهرنيو مؤسسو هم افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

Back to top button