د کډوالۍ نړۍوال سازمان د افغان نجونو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې

پنجره ورځپاڼه: د کډوالۍ نړۍوال سازمان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان نجونو د پوهنتونونو دروازو د بندولو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار سیستماتیک محدودیت او د ښځو له د حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

همداراز دغه سازمان له طالب مشرانو غوښتي چې  خپله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي او دا خبره یقیني کړي، چې ټولې افغان نجونې او ښځې د زده کړو حق لري.

ياد سازمان اندېښنه ښودلې چې په تېرو څو میاشتو کې افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه بې برخې شوي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر هېواد کې د ښځو او نجونو ونډه مهمه او حیاتي بللې ده.

د طالبانو وروستۍ پرېکړې پر وړاندې دا غبرګونونه هغه مهال راوپارېدل، چې دوی تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ د يوه مکتوب په خپرولو سره د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې تر امر ثاني پورې د نجونو زده کړې وځنډولې.

Back to top button