هندي حکومت کابل ته د سفارت تخنيکي ټيم استولی

هندي رسنۍ وايي، چې حکومت يې د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه د خپل سفارت تخنيکي ټيم کابل ته استولی دی.

هندي رسنیو خبر ور کړی، چې حکومت یې د افغانستان خلکو سره د بشردوستانه مرستو د ښه تنظيم او همغږۍ په موخه د خپل سفارت تخنیکي ټیم کابل ته استولې دی.

رسنۍ همداراز زياتوي، چې هند د افغانستان د زلزله ځپلو کورنيو قربانيانو سره د مرستې لومړۍ جوپه کابل ته رسولې ده.

په ورته وخت کې، د هند د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه خبرپاڼه کې منلې، چې دوی د افغانستان  زلزله ځپلو سره د بشردوستانه مرستو لومړۍ جوپه په کابل کې د خپل سفارت تخنيکي ټيم ته سپارلې ده.

همداراز د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هند له افغانانو سره تاریخي او تمدني اړیکې لري او په وینا يې دوی به د افغانستان له خلکو سره خپلې بشردوستانه مرستې او ملګرتیا روانه ساتي.

Back to top button