ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه وروسته د ۹۱ افغانانو هویت تأیید شوی

پنجره ورځپاڼه: په ایټالیا کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د دغه هیواد په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ تنو افغان کډوالو هویت تأیید شوی او تر دا مهاله یې د ۴۸ افغانانو جسدونه پيژندل شوي دي.

د غه سفارت په یوې اعلامیې کې لیکل شوي، چې په دغه پېښه کې د مړه شویو ۴۶ افغان کډوالو اسناد یې هم صادر کړي دي.

په دغه بیان کې راغلي، چې یاد سفارت په ایټالیا کې د مېشتو افغانانو د بېلابېلو مدني ټولنو او نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته د افغانانو د هویت تثبیت او هیواد ته د مړو شوو کسانو د جسدونو د انتقال په هکله هڅې پیل شوې دي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، یو شمېر کورنۍ چې هیواد ته د خپلو دوستانو د جسدونو د انتقال مالي توان نه لري، وايي، دوی یې د بېلابېلو ټولنو په مرسته د هغوی د ملاتړ هڅې پيل کړي دي. دغه سفارت همدرانګه ویلي چې دې پېښه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ټپي شوي او یو شمېر نور ژوندي ژغورل شوي چې خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button