د بشري حقونو محکمې هنګرې د افغانې کورنۍ د بندي کولو په تور جریمه کړې

د اروپا د بشري حقونو محکمې هنګري د یوې افغانې کورنۍ د بندي کولو په تور ۱۵۰۰۰ یورو جریمه کړې ده.

د کډوال نیوز د راپور د معلوماتو له مخې، د اروپا د بشري حقونو محکمې هنګري د یوې افغانې کورنۍ د زنداني کولو په تور ۱۵۰۰۰ یورو جریمه کړې ده.

محکمې ویلي دي چې د هنګري‌ حکومت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دغه څلور کسیزه کورنۍ د روزکې ترانزیت زون کې زنداني کړې او د کورنۍ پر مشر یې هم د خوړو وېشل بند کړي وو.

د هنګري د بشري حقونو د څار اداره یا د هېلسینکي کمیټه وایي چې د اروپا د بشري‌ حقونو محکمې تېره چهارشنبه د اګست ۲۴مه هنګري د ۲۱۱ ورځو لپاره د روزکې په ترانزیت زون د یوې افغانې کورنۍ د بندي کولو او ورسره د غیر انساني چلند په تور ۱۵۰۰۰ یورو جریمه کړه.

ټاکل شوې ده چې دغه پیسې یادې کورنۍ ته ورکړل شي.

Back to top button