د افغانستان کې روغتيايي سکټور سختو ستونزو سره مخ دی

د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، چې افغانستان د روغتايي کارکوونکو او خدماتو له کموالي سره مخ دی. 

د روغتيا نړۍوال سازمان په خپل يو تازه راپور کې ويلي، افغانستان د روغتيايي کارکوونکو او خدماتو له کموالي سره مخ دی، چې په دې برخه کې دې دغه هېواد سره ډېرې مرستې وشي.

دغه سازمان وايي، اوس مهال د افغانستان اقتصادي شرايط ښه نه دي او همداراز دغه هېواد د وچکالۍ، کرونا او نورو نړۍوالو فشارونو له کبله سختو ستونزو سره مخ دی، چې دې ستونزو ته یې د نړۍوالو له لوري پاملرنه په کار ده.

همدا راز د روغتیا نړۍواله سازمان وایي، چې افغانستان د مسلکي روغتیايي کارکوونکو له کموالي سره مخ دی او تر څنګ یې په روغتیایي مرکزونو کې د تجهیزاتو او درملو کمښت هم هغه ستونزه ده چې افغانان ځوروي. سرچینې له نړۍوالو د پراخو مرستو غوښتنه هم کړې ده

Back to top button