د طلوع نیوز مشر هم هېواد پرېښودو ته اړ شو

د‌ طلوع نيوز خبري شبکې مشر خپلواک ساپی هم هېواد پرېښودو ته اړ او جلا وطنی شو.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې د ژورنالېزم او رسنیو ازادۍ لپاره تر لسیزو کار وروسته یې بالاخره افغانستان پریښودو ته اړ شو.

نوموړي لیکلي، چې که څه هم د رسنیو برخه کې یې ډېره مبارزه وکړه، خو وروستیو میاشتو کې یې حس کړه چې نور خپل کار ته دوام نه شي ورکولای.

خپلواک ساپی کلونه د طلوع نيوز خصوصي ټلويزيون مرستیال و او د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه ټلوېزیون رئیس وټاکل شو.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو استخباراتو او امر باالمعروف وزارت مسئولانو څو ځله خپلواک ساپی او د هغه نور همکاران د نشراتو څرنګوالي پر سر نیولي یا احضار کړي دي.

Back to top button