د افغان کرېکټ بورډ مشر د کرېکټ نړۍوالې شورا مشرانو سره ليدلي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر او پخوانی کرېکټر میرویس اشرف پر خپله فېسبوک پاڼې لیکلي، چې ICC يا د کرېکټ نړۍوالې شورا له مشر او نورو استازو سره یې لیدلي دي.

اشرف د اسټرالیا کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې په تړاو ویلي چې ددغې پرېکړې په اړه یې د کرېکټ نړۍوالې شورا ته خپل دریځ روښانه کړی او د دوی دغه کار یې خواشینونکی بللی دی.

 نوموړی وايي چې په یادو ناستو کې یې د کرېکټ بورډونو له مشرانو سره د سیالیو په ترسراوي خبرې هم کړي چې ډېر مثبتې پایلې یې درلودې.

ډ افغانستان کرېکټ بورډ مشر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې څو ورځې وړاندې د اسټراليا کرېکټ بورډ د يوې اعلاميې په خپرولو افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره راتلونکې درې یو ورځينۍ سيالۍ لغوه کړې. دغه بورډ ويلي و، چې دا پرېکړه یې په افغانستان کې ښځو ته د اساسي حقونو د نه ورکړې په وجه کړې ده.

Back to top button