د لوګر والي د کوار مؤسسي له رئیس سره ولیدل

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر والي مولوي عنايت الله شجاع د کوار موسسې له رٸيس حاجي دوست محمد احمدزي او يو شمېر مسٶولينو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د کوار موسسې رٸيس حاجى دوست محمد په خبرو کې و ويل، چى د دې مؤسسې په دويمې دورې توزيع کې به چې اوس پيلېږي له ١٩٢٢١ کورنيو سره مرسته وشي.

ورپسې د سرپرست حکومت د لوګر والي مولوي عنايت الله شجاع خبرې وکړې او ويې ویل، د مرستو په ويش کې شفافیت زموږ لومړیتوب دی.

د لوګر د والي په خبره، د لوګر خلک تر بل هر وخت زيات مرستو ته اړتيا لري او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د خلکو لاس نيوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د لوګر یو شمېر اوسیدونکو شکایت کاوه چې بشردوستانه مرستې اړمنو کورنیو ته نه رسېږي.

Back to top button