افغانستان کې د پولیو ناروغۍ څلورمه پېښه هم ثبت شوه

پنجره ورځپاڼه: یونیسف وايي، په افغانستان کې د پولیو یوه بله پېښه په ننګرهار ولایت کې ثبت شوه، چې دا په روان میلادي کال کې د پولیو یا ګوزڼ څلورمه پېښه ده.

سرچینه وايي، دا پېښه د یوه څلور کلن ماشوم ده. د یونیسف ادارې ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسؤل سید کمال شاه د پوليو د تازه پېښې ثبتېدلمنلي دي.

د سږ کال درې نورې پېښې هم په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوي دي. کابو دوې میاشتې وړاندې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو دمخنیوي په هدف تر پنځو کلونو کوچنیو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شوی.

ظاهر څراغ

Back to top button