فاریاب کې د جنبش ګوند پخوانی قومندان وژل شوی

نامعلومو وسله والو په فاریاب کې د جنبش ګوند یو پخوانی قوماندان په ډزو وژلی دی.

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوه سیمه ییزه سرچینه وایي، چې پر موټر سایکل سپاره دوو نامعلومو وسله والو د مارشال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د جنبش ګوند یو پخوانی ۷۵کلن قومندان په ډزو وژلی دی.

یاده پېښه پرون چهارشنبه د شیرین تګاب ولسوالۍ د “کوهصیاد” په کلي کې شوې ده.
د سرچينې په وينا، دغه پخوانی قومندان د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوى دى.

سرچينه زياتوي، چې د دغه قومندان نوم جليل دى، هغه ٢٢ کاله وړاندې د جنبش ګوند د “٥١١مې برخې” له قومندانانو څخه و او په دې وروستيو کې يې له چا سره دښمني نه درلوده.

په فاریاب کې د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button