
د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په تړاو ټیلفوني خبرې کړې
پنجره ورځپاڼه: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني تېره ورځ له خپلامریکايي سیال انتوني بلېنکن سره د افغانستان د وضعیت په تړاو ټلېفوني خبرې اترې کړې دي.
دغه وزارت په دې تړاو یوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی په دې خبرو کې د قطر او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو پههکله بحث شوی دی.
له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې بلېنکن په دې خبرو کې له افغانستان سره د قطر د مرستو دستاینې تر څنګ د دې مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.