نن په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام پیل شو

دا لومړی ځل دی، چې د فوټبال نړۍوال جام سيالۍ په يوه عربي هېواد قطر کې ترسره کېږي او د نړۍ د ۳۲ هېوادونو لوبډلو پکې برخه اخيستې ده. 

د ۲۰۲۲ فوټبال نړۍوال جام پرانيسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې وشوه، چې د دې سياليو لومړۍ لوبه د کوربه هېواد قطر او ایکواډور لوبډلو ترمنځ ده.

د فوټبال نړۍوال جام سياليو کې برخه اخيستونکي ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو وېشل شوې دي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

Back to top button