د ولسي جرګې لومړی مرستیال هېواد ته راستون شو

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسې جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار بېرته هېواد ته راستون شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه کمیسیون په هڅو د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې لومړی مرستیال او د مالي کمیسیون رئیس امیرخان یار بېرته هېواد ته راستون شو.

د یاد کمیسیون مسوولین زیاتوي، چې د دغه کمیسیون په هڅو مشرانو جرګه کې د کونړ منتخب سناتور محمد طیب عطا او د ولسي جرګې د لومړي معاونیت سلاکار نور محمد هم بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه پخواني چارواکي بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Back to top button