نیمروز ولایت کې اورلګېدنې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
پنجره ورځپاڼه: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یوې لویې اورلګېدنې له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
سرچینو ویلي، چې نن سهار د چشت ښار د دلارام په بازار کې اور لګېدلى، چې خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، لومړى په يوه موټر کې چې سل بوشکې تېل بار و، اور ولګېد او وروسته اور له مالونو ډک کانټينرونو او د خلکو دوکانونو ته خپور شو.
د سرچينې د معلوماتو پر اساس، په دغه موټر کې سل بوشکې تېل، يو کانټينر د موټر پرزې، وچه مېوه او نور توکي په کانټينر کې دننه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.