اروپايي ټولنه د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي

اروپايي ټولنه په‌ افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي. 

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسن د طالب سرپرست حکومت له چارواکو څخه د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

هغه دا څرګندونې د طالب چارواکو او د هېواد سياسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته رسنیو سره په يو خبري کنفرانس کې شريکې کړي. دغه لوړپوړی چارواکی همداراز زياتوي، چې د طالبانو په رسميت پېژندلو کې د اروپایي ټولنې په دریځ کې کوم تغير نه دی راغلی او اوسنی حکومت په رسميت نه پېژني.

نوموړي د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی، خو وايي موخه يې دا نه ده، چې د پخواني حکومت چارواکو ته دې واک کې ونډه ورکړل شي.

د اروپایي ټولنې استازي طالبانو باندې نيوکه کړې، چې چې پر ښځو يې محدوديتونه لګولي او په خپلو ژمنو يې عمل نه دی کړی.

هغه همدارنګه ويلي، چې ممکن په افغانستان کې د تېرو حکومتونو پر مهال د ټاکنو ترسره کېدو په بڼه کې ځینې اندېښنې موجودې وې؛ خو زياتوي چې دلته د لویې مشورتي جرګې په ګډون د نورو داسې لارو چارو لټه په کار ده، چې ښځې او سړي په کې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره ښه فرصت ولري.

Back to top button