اروپايي اتحاديه پر روسیې ۱۰ نوي بنديزونه لګوي

پنجره ورځپاڼه: د الجزيره خبري اژانس د راپور پر اساس د اروپايي اتحاديې چارواکي غواړي، چې پر اوکراين د روسيې د يرغل په لومړۍ کليزه کې دغه اتحاديه د روسيې پر خلاف لس نوي بنديزونه رامنځته کړي.

سرچېنې ويلي، د بنديزونو په دې مرحله کې پر روسيه نوي سوداګريز بنديزونه لګول کېږي، چې په دې سره به دغه هېواد ته د جګړې تمويل سخت شي.

الجزيره د اروپايي اتحادیې د چارواکو له قوله همدا راز ويلي، چې روسیې ته به د ټکنالوژۍ اړوند مواد او د وسلو هغه سامانونه ونه لېږدېږي، چې دغه هېواد يې د اوکراين پر خلاف کاروي.

په دې بنديزونو کې پر هغو موادو هم بنديز لګېدلی چې دواړه اړخونه يې کاروي او همدا راز د دې بنديزونو له مخې به د هغو ادارو او بنسټونو پر خلاف هم اقدامات کېږي چې په جګړه کې د روسيې ملاتړ کوي، د يرغل په ګټه تبليغات کوي او هغه ډرون الوتکې لېږدوي چې روسيه يې پر اوکراين د بريد لپاره کاروي.

د دې بنديزونو له مخې به د درې ډوله هغو افرادو پر خلاف هم اقدامات ترسره شي او تور ليست ته به دننه شي، چې لوېديځ يې د روسيې تبليغات کوونکي بولي، کېيف يې روسيې ته د اوکرايني ماشومانو د ډيپورټولو مسوولين ګڼي او هغه چې د اوکراين د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ايراني ډرون په توليد کې ښکېل دي.

د اروپايي اتحاديې يوه چارواکي ويلي، چې له دې بنديزونو سره سم به د Alfa-Bank شخصي بانک او انلاين Tinkoof بانک په شمول روسي بانکونه له نړۍوال سيسټم SWIFT څخه لرې شي او همدا راز به د روسيې او اروپايي اتحاديې تر منځ به تر لس بیليونه يورو زياته سوداګري نه کېږي.

همداراز ويل کېږي، چې ټول غړي هيوادونه بايد دا نوي بنديزونه تصويب کړي ترڅو پلې شي؛ خو په ټوله کې د ۲۷ غړو هيوادونو تر منځ مذاکرات ورو او اوږده وي.

ظاهر څراغ

Back to top button