اروپايي ټولنې افغانستان کې د ناچاوده توکو په اړه اندېښنه ښودلې

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازولۍ مرستیالې رافیله لوديچي تېره ورځ د هیلوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې له رئيس سره په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو پر موضوع بحث او خبرې کړي.

مېرمن لودیچي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان په هر ولایت کې د جګړې د میراث په توګه لا هم ناچاوده مهمات پیدا کېږي.

د هغې په وینا، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په افغانستان کې د ناچاوده توکو پاکولو او د افغانانو له خوندیتوب سره مرستې ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي و، د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ میاشتې تر اګست پورې په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت شوي، چې له کبله یې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button