اروپايي ټولنې د تازه مرستې اعلان وکړ

اروپايي ټولنې د افغانستان په ګډون پنځلسو هېوادونو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره د سلګونه ميليونه يورو مرستې اعلان وکړ.

اروپايي ټولنې تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، پنځلسو هېوادونو ته يې په بېلابېلو برخو کې د مرستو لپاره ۲۱۰ ميليونه يورو ځانګړي کړي دي، چې په دې کې ۷۵ ميليونه يورو يې افغانستان کې د خوراکي توکو له کمښت سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې دي.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسن خبر ورکړی و، چې دوی له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ژمن دي او د نړۍوالو مؤسسو په مرسته به افغانانو ته خپلې مرستې ورسوي.

اروپايي ټولنه دا مرستې داسې مهال اعلانوي، چې په افغانستان کې د طالبانو بيا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته د دغه هېواد اقتصادي وضعيت له سخت ناورین سره مخ شوی.

Back to top button