اروپايي ټولنې پر روسیې د تازه بندیزونو اعلان وکړ

اروپايي ټولنه غواړي چې پر روسیې نور بندیزونه هم ولګوي. 

ټاکل شوې، چې نن د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د روسیې په هکله يوه بله غونډه ترسره کړي او په هغه کې به پر دغه هېواد نوي بندیزونه هم ولګوي.

د اروپايي ټولنې د خارجي سیاست مشر په خپلو تازه څرګندونو کې رسنيو ته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران غواړي دا ځل له روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز ولګوي او په خبره یې دا تر انرژۍ وروسته د روسیې دویم ستر صادروونکی محصول دی.

هغه وايي، چې اروپايي ټولنه به له دغو تازه بندیزونو وروسته روسيې ته ستر اقتصادي تاوان واړوي.

اروپايي ټولنه همدا راز وایي، چې د دوی هڅه دا ده، څو د اروپايي هېوادونو له ادرسه روسیې  ته کومه ګټه و نه رسېږي او له دغه هېواد سره د میلیاردونو ډالرو واردات صفر ته راښکته کړي

Back to top button