د‌ برېښنايي پېژندپاڼې په لوګو کې بدلون رامنځته شو

له دې وروسته په برېښنا پېژندپاڼه کې د جمهوري نظام د لوګو پر ځای د امارت لوګو چاپېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې له دې وروسته په برېښنایي پېژندپاڼه کې د جمهوري نظام د لوګو پر ځای د اسلامي امارت لوګو چاېږي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي، چې د اداري کمیسیون د هغې ناستې د پرېکړې له مخې چې د رئیس الوزرا ریاست لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي او دویم مرستیا ملا عبدالغني برادر په کې ګډون کړی وو له دې وروسته په برېښنایي پېژند پاڼه کې د اسلامي امارت لوګو چاپېږي.

سمنګاني زیاتوي، چې په دې ناسته کې په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو د سرپرست حکومت د رسېدو شاوخوا اته میاشتې کېږي خو لا هم د نړۍ کوم هېواد دا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

Back to top button