په کابل کې د قطر د سفارت خبرداری ورکړی

کابل کې د قطر سفارت وايي، د هغو کسانو پر وړاندې به قانوني اقدامات ترسره کړي، چې د قطر حکومت له ادرسه د ويزو د اسانتياوو برابرولو د اجازې ادعا کوي. 

په کابل کې د قطر سفارت د یوې تازه خبرپاڼې له مخې هغو ادارو او اشخاصو ته خبرداری ورکړی، چې د قطر حکومت او یا په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له ادرسه خلکو ته د قطري ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په ګډون د ځينو نورو خدماتو د وړاندې کولو د اجازې ادعا کوي.

د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې د قطر سفارت حق لري، څو د داسې بنسټونو او اشخاصو پر وړاندې لازم او قانوني اقدامات وکړي.

همداراز په اعلاميه کې راغلي ، چې د قطر هېواد اړوند ټولې کړنلارې یوازې د سفارت له لوري ترسره کېږي، ځکه ياد سفارت په افغانستان کې د قطر د حکومت یوازینۍ استازولي ده.

Back to top button