ځمکه به په راتلونکو پنځو کلونو کې د هوا منځنۍ تودوخې تر ټولو لوړه درجه تجربه کړي

پنجره ورځپاڼه: WMO یا د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان په راتلونکو پنځو کلونو کې د هوا د تودوخې د بې ساري زیاتوالي د احتمال خبرداری ورکړی اوویلي یې دي چې د ځمکې ۹۸ سلنه برخه به لږ تر لږه په راتلونکو پنځو کلونو کې د تاریخ تر ټولو ګرمه تودوخه ثبت کړي.

د دغه سازمان سرمنشي پيټر تالاس تېره ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان د تودوخې د سانتي ګراد ۱.۵ درجې د موقتيتېرېدو ګواښ کړی دی.

د  یاد سازمان د راپور له پر اساس، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ، ۶۶ سلنه چانس شته چې د نړۍ منځنۍ تودوخه به په لنډمهاله توګه په راتلونکو پنځوکلونو کې له ۱.۵ درجې سانتي ګراد څخه زیاته شي.

راپور کې د انساني فعالیتونو له امله د شنو خونو ګازونو زیاتوالی او د طبیعي ال نینو پدیدې لوړه کچه د نړۍ د اوسط هوا د تودوخې د لوړیدو اصليلاملونه ګڼل شوي.

دا به د روغتیا، د خوړو خوندیتوب، د اوبو مدیریت او چاپیریال لپاره لیرې پایلې ولري، چې موږ یې باید چمتو کړو.

په همدې حال کې، د وړاندوینو له مخې، د ځمکې سطحې ته نږدې د نړۍ تودوخه به د ۱،۱ درجه سانتي ګرید څخه ۱،۸ ته د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ ترمنځ لوړهشي.

د لوړې تودوخې له کبله د مړینو په شمیر کې د زیاتوالي سربیره، سخته تودوخه د تودوخې، تنفسي ستونزو، د هوا ککړتیا، د کرنې نشتوالی، د خوړو او اوبونشتوالی هم سبب کیږي.

ظاهر څراغ

Back to top button