د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پرېکړه دې ژر ترژره بېرته واخیستل شي

پنجره ورځپاڼه: د بشري حقونو څار نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو ته په اشارې، د نوي تعلیمي کال پيل د افغان نجونو لپاره خواشینونکی بللی او د سرپرست حکومت له چارواکو څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د تېرو ۵۵۰ ورځو راپدېخوا نجونې له تحصیل څخه محرومې دي او په خبره یې طالبانو افغانستان د نړۍ په یوازیني هیواد بدل کړی چې نجونې په کې له منځنیو زده کړو منع دي.

د بشري حقونو څار سازمان د نړۍوالې ټولنې پر پاتې راتلو انتقاد کړی دی چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

د بخښنې نړۍوال سازمان هم ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې په کې له متوسطه زده کړو څخه محرومې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button