د پکتياوالو نجونو مړې هیلې بيا راژوندۍ شوي

د پکتيا په ځينو سيمو کې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیستل شوې دي.  

سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د پکتيا ولايت په مرکز او څمکنیو ولسوالیو کې له شپږم ټولګي پورته د ځينو ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شوې دي.

د دې ولايت اوسېدونکو هم سيمه ييزو رسنيو ته دا خبر منلی او ويلي يې دي، ډېر خوښ دي، چې لوڼې او خويندې يې په پوره لېوالتيا سره ښوونځيو ته روانې شوې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه ګام د سيمه ييزو قومي مشرانو او مخورو په هڅو اخيستل شوی دی.

په ټولنیزو رسنيو کې هم ګڼ شمېر افغانانو د دغه کار هرکلی کړی، هيلې او غوښتنې يې دا دي، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو له پيل راهيسې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي. دې چارې د هېواد دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

طالبانو په لومړيو کې پر افغان نجونو د زده کړو د بنديزونو لامل کلتوري حساسيتونه بللي و، خو څه موده وروسته يې بيا د دې موضوع لامل ديني جنبه وګڼله او ويلي دي، چې د دې ستونزې حل د هېواد دننه د علماوو هوکړې ته اړتيا لري.

Back to top button