په افغانستان کې روان اقتصادي وضعيت، لاملونه او په خلکو يې اغېزې

په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعيت له کبله نه يوازې خلک اوزګار دي او کاروبار نشته؛ بلکې تر څنګ یې ډیری خلکو ته ذهني ناروغۍ هم پيدا شوي دي.

د طالب سرپرست حکومت واک ته رسېدو سره سم، افغانستان کې اقتصادي وضعيت خورا بدې لورې ته لاړ. په دې راپور کې غواړو هغه عوامل په ګوته کړو، چې د افغانستان په اقتصاد يې ډېر بد اغېز کړی.
د طالبانو واک ته رسېدو سره سم، تر ډیره هغو کسانو چې د جمهوري نظام پر مهال يې په نظامي برخه کې کار کاوه، دندې له لاسه ورکړي او اوس اوزګار دي.
دا چې دغه ډله خلک اوس اوزګار دي او د خپلو عايداتو سرچينې هم نه لري نو طبيعي ده، چې اقتصادي وضعيت یې هم ښه نه دی.
د اقتصادي ناورين بل اړخ ته که راشو د افغانستان کنګل شوې شتمني ده، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو سره جوخت د امريکا له خوا کنګل شوه او تر اوسه پورې يې دغه پانګه په بشپړه توګه نه ده ازاده کړې، چې دې کار په خپله د افغانستان اقتصاد ته خورا سخته ضربه اړولې ده.
ددې تر څنګ د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو، هغه خلک چې پانګه لري دې ته زړونه نه ښه کوي، چې په افغانستان کې خپله پانګه بنده کړي، ځکه دلته روان وضعیت خلک له يو ډول اندېښنې او ابهام سره مخ کړي دي.
د دې اندېښنې يو بل لامل هم د نړۍ‌والو له لوري د  اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل دي، نو خلک څنګه د يو داسې حکومت په موجوديت کې پانګونه وکړي، چې لا یې سرنوشت نه دی معلوم؟
په دې راپور کې پنجره ورځپاڼې ځینو کسانو سره مرکې کړي، چې د پخواني حکومت پر مهال یې دندې درلودې، خو اوس اوزګار دي.
د نايب خان په نوم يو ځوان، چې د پخواني نظام د کمانډو سرتيری و، پنجره ورځپاڼې ته وویل:
د طالبانو واک ته رسېدو سره سم بې دندې شوم او تراوسه پورې په دې نه يم بریالی شوی چې ځان ته د يوې دندې او يا کاروبار غم وکړم.
نوموړی وايي، چې پیسې زه نه لرم، څو ځانته يو وړوکی کاروبار جوړ کړم او کار پسې دومره ګرځېدلی یم، چې نور مې پښې ټناکي شوي، خو  نه مې دی پيدا کړی.
وايي، د کور یوازنی سرپرست یم او نه يوازې اوزګار شوی یم، بلکې ذهني هم جوړ نه يم او بې روزګاري راباندې ډیر بد اغېز کړی.
نايب خان، چې د پخواني نظام سرتېری و، له اوسني حکومت غواړي، چې د کار او يا دندې زمينه ورته برابره کړي.
دی وايي زه يو مسلکي افسر يم او کولای شم، په خپل مسلک کې هېواد ته خدمت وکړم.
د احسان الله په نوم يو بل تن سره غږېدلي يو، چې پخوا يې د ملي پوليسو په ليکو کې دنده درلوده او اوس اوزګار دی. نوموړی د پخواني نظام له سقوط سره سم اوزګار شوی او وايي، چې اوزګارتيا يې په روان سخت اغېز کړی او ډېر کله د زړه تنګي له ناروغۍ سره مخ کېږي.
په دې هکله مو د رواني ناروغانو له ډاکټر سره خبرې کړي، چې دغه وضعيت ولې خلک له يو ډول اندېښنې سره مخ کړي دي؟
د رواني ناروغيو متخصص ډاکټر عبدالخالق قريشي پنجره ورځپاڼې ته وویل: رواني ناروغۍ په يو شخص کې د بېلابېلو علتونو له وجې رامنځته کېږي، چې يو هم اقتصادي حالت دی‌.
د نوموړي په وينا، ښه اقتصادي وضعيت يوه طبيعي خبره ده، چې د انسانانو په ژوند کې مهم رول لري، دا چې اوس د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه نه دی، نو دا يو واقعيت دی، چې د خلکو په روان یې هم بد اغېز کړی.
ډاکټر احسان وايي، زموږ په هېواد کې د اکثرو کورنیو ترمنځ يو. لړ اختلافات هم د اقتصادي ستونزو له کبله رامنځته کېږي او اوس بې روزګاري او غربت  هغه څه دي، چې د خلکو په روان یې بيخي ناوړه اغېز کړی.
نوموړی وايي، همدا اقتصاد دی، چې د خلکو د ژوند ډیرې غوښتنې ورسره تړاو لري.
د ډاکټر احسان په خبره دا يوه ښکاره مسله ده، چې د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه نه دی، نو ځکه د هغو کسانو خبره هم پر ځای ده، چې د اقتصادي ستونزو له کبله ذهني او رواني ناروغيو سره مخ دي.
په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران په هکله نه يوازې په کور دننه اندېښنې شته، بلکې نړۍ‌والو بنسټونو هم دا خبره په پله پله کړې، چې د افغانستان روان اقتصادي حالت د اندیښنې وړ دی.
په همدې تړاو په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس وېلسن هم په تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې روان بشري ناورین او د نړۍ بې پامي دواړه د اندېښنې وړ دي. دده په خبره د نړۍ د ټولو خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادونو پام اوکراین ته دی؛ نو افغانستان او دلته روان بشري ناورین یې هېر کړی دی.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې باید بشردوستانه مرستې ډېرې شي او اړ کسان دې له لوږې او خوارځواکۍ څخه وژغورل شي.
هغه همدا راز ویلي چې نړۍ د نوي حکومت کړنو ته متوجه ده او دوی ته په کار ده چې له نړۍ‌والې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي او په حکومتولۍ کې پوره معقول چلند ولري.
د اقتصادي مسايلو شنونکي هم په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لاره هم د اوسني حکومت له کړنو سره تړلې بولي.
د پوهنتون استاد رحمت الله اصولي پنجره ورځپاڼې ته وویل: که چېرته د افغانستان اوسنی حکومت غواړي د نړۍوالو پام ځانته راجلب کړي؛ نو په کار ده، چې په کور دننه هغه بنسټيزو کارونو ته مخه کړي چې وکولای شي د نړۍوالو قناعت پرې حاصل شي.
هغه وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو پرانيستل، په اداري چارو کې کار اهل کار ته سپارل او په حکومت کې د ټولو اقشارو استازو ته ونډه ورکول، هغه څه دي، چې کولای شي نړۍ‌وال د افغانستان سره په ټولو برخو کې مرستو ته راجلب کړي او روان اقتصادي وضعيت ته هم د پای ټکی کېږدي‌.
بلخوا بيا طالب سرپرست حکومت هم پله پله په دې ټينګار کوي، چې د هېواد د روان اقتصادي ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي، خو لا هم ياد حکومت د دغه لوی بحران په ختمولو کې نه دی بريالی شوی.

ظاهر څراغ

Back to top button