تخار کې د کرېکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

تخار کې د کلبونو په کچه د کرېکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې، چې لومړی مقام په کې ساحل کرېکټ لوبډلې وګاټه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې په لارښوونه په تخار ولایت کې پیل شوې د کلبونو په کچه سیالۍ چې په لسو ورځو کې ترسره شوې، د ساحل کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې د تخار شپږو ثبت شویو لوبډلو ګډون کړی وو او ترمنځ یې ۱۸ لوبې ترسره شوې چې ساحل لوبډلې په پایلوبه کې امیري کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادو لوبو غوره لوبغاړو کې امین الله ساحل په ۴۰۶ منډو غوره توپوهونکی او خیال محمد په ۱۵ ویکټو غوره توپ اچوونکی وټاکل شو.

Back to top button