د هېواد د سکرو قیمتونه لوړ شول
طالبان وایي چې د هېواد د ډبرو سکرو قیمتونه سر له نن څخه لوړ شوي شوي دي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د مالیې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د ګمرکونو د قانون او د قیمتونو د وضع کولو کړنلارې له مخې، د هېواد په ګمرکونو کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د چارواکو په وینا یاده پرېکړه له نن څخه وروسته د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې د تطبیق وړ ده.
طالب سرپرست حکومت په داسې حال کې یاده پرېکړه اعلانوي چې نن د پاکستان لومړي وزیر امر کړی وو چې له افغانستان څخه دې د ډبرینو سکرو صادرات لا زیات او ګړندي شي.
واک ته د طالب سرپرست حکومت له رسېدو وروسته له هېواد څخه ګاونډي هېواد پاکستان ته د سکرو صادرات زیات شوي دي.