هېواد ته ۴۰میلیونه ډالر نغدي مرسته راورسېده

له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام نن سې شنبه د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه کابل ته ورسېده.

د افغانستان بانک د یادو مرستو د هر کلي ترڅنګ له نړۍوالې ټولنې څخه په نورو برخو کې هم د همکارۍ او تعامل غوښتنه کړې ده.

یاد بانک ویلي، چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې افغانستان ته له هرې اصولي لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بانکي سکتور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي.

د افغانستان بانک ویلي چې یاده نغدي مرسته په کابل کې یو خصوصي بانک ته سپارل شوې ده.

Back to top button