د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنه

پنجره ورځپاڼه: د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه نه یوازې په افغان مېرمنو ناوړه اغېزې لري؛ بلکې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو په ترسره کولو به هم اغیزې ولري.

د اسلامي همکاریو سازمان تېره ورځ د دغه سازمان د عمومي منشي حسین ابراهیم طه په حواله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو پر وروستۍ پرېکړې اندېښنه څرګنده کړه. هغه ویلي، چې د طالبانو دغه ډول محدودیتونه به د غیردولتي موسسو پر چارو ډېره ناوړه اغېزه وکړي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي او د نارينه او ښځو په ګډون ټولو افغانانو ته اجازه ورکړي چې د خپل هېواد په بيارغونه کې برخه واخلي.

دې سره جوخت د افغانستان لپاره د جرمني سفارت هم په یوه ټوېټ کې ویلي چې دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. په دې ټویټ کې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه حیاتي بلل شوې ده.

د ویلو ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو د بنديز لګولو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه په کور دننه او بهر له توندو نيوکو او اندېښنو سره مخ شوې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button