په تېر یوه کال کې د خصوصي ښوونځیو سقوط

په تېر یوه کال کې ۲۰۰ خصوصي ښوونځي سقوط شوي دي.

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه وایي، چې له تېر یوه کال څخه په کمه موده کې ۲۰۰ خصوصي ښوونځي سقوط شوي دي.

د یادې ټولنې غړي زیاتوي چې دوی اندېښنه لري چې یاد شمېر به نور هم لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو زده کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

Back to top button